کندوز کې لسګونو ځوانانو ته د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۲
ږږږ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کندوز اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډو همکاریو د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه لسګونو شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د مطالعې او کتابونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د فکر ودې، د اخلاقو لوړتیا او د انساني استعدادونو غوړېدو کې بنسټیز رول لري، کتاب د روښانه راتلونکي او یو فعالې ټولنې د جوړېدو بنسټ دی له همدې امله، هر فرد ته پکار ده، چې له کتاب سره مینه پیدا کړي او د مطالعې له لارې خپله علمي کچه لوړه کړي.
مسؤلینو زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي چې د عامه کتابتونونو له لارې د مطالعې فرهنګ لا پیاوړی کړي او اوس مهال په کندوز کې په درېیو عامه کتابتونونو کې نږدې شپاړس زره (۱۶۰۰۰) ټوکه بېلابېلو علمي، ادبي او فرهنګي کتابونه شته دي، چې په ورځنۍ توګه د کتاب او مطالعې د مینوال ترې ګټه اخلي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو مسؤلینو ځوانان د خپل وخت په ګټوره توګه کارولو ته وهڅول او ویې ویل: د هر ملت پرمختګ د ځوان نسل په پوهه او هڅو پورې تړلی دی او پرته له زده‌‌کړو پرمختګ ته رسېدل ناشوني دي.
د سیمینار په لړ کې نورو ویناوالو د اسلام مبارک دین له انده د کتاب لوستنې پر ارزښت د خبرو کولو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې اسلام د علم او پوهې دین دی او د زده‌کړو او قلم ارزښت په ډېرو آیتونو او احادیثو کې روښانه شوی دی، کتاب لوستنه نه یوازې د فردي ودې سبب ګرځي، بلکې د یوې ټولنې د فکري او معنوي پرمختګ بنسټ هم ټینګوي.
د سیمینار په وروستۍ برخه کې یو شمېر شاعرانو هم خپل ترتیب کړي شعرونه ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو له تادوه هرکلي سره مخ شول.

۱۴۴۷/۱۱/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS