ګرشک کې د قرآن کریم او د کتابونو د مطالعې یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۱۵
..

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د قرآن کریم او د کتاب د مطالعې یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې په دغه نندارتون کې د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو ترڅنګ استادانو، ګڼ شمېر زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی و.
په دغه نندارتون کې د دیني او عصري علومو ګڼ شمېر کتابونه نندارې ته ایښودل شوي وو او ګډونوالو د قرآن کریم تر څنګ بېلابېل کتابونه په شوق او مینې سره په پوره ارامه فضاء کې مطالعه کړل.
مسؤلینو د نندارتون له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: تر ټولو غوره کتاب د الله تعالی کلام (قرآن کریم) دی، ځکه چې د انسان د ژوند ټول اړخونه په بشپړ او روښانه ډول بیان شوي دي، که یو انسان د قرآن کریم له لارښوونو سره سم خپل ژوند برابر کړي، نو نه یوازي به په دنیا کې بریالی وي، بلکې په آخرت کې به هم د لوړو درجو څښتن شي.
د مسؤلینو په وینا؛ مطالعه د انسان ذهن پراخوي، پوهه زیاتوي، د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي او هغه ملتونه چې له کتاب او علم سره مینه لري، تل د پرمختګ په لور ګامونه اخلي.
مسؤلینو د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت هڅې وستایلې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چي مطالعې ته وخت ځانګړی کړي او د علم په ترلاسه کولو کې پوره هڅې وکړي، تر څو وکولای شي خپل راتلونکی روښانه کړي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۲:۹
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ د کتاب او کتاب لوستنې فرهنګ پیاوړتیا او  کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅولو په موخه درې ورځنی نندارتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS