ګڼ شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح او مسؤلیت پیژندنې په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۴:۶
..

په زرمت ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح او مسؤلیت‌ پېژندنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسؤلینو د قرآن کریم او نبوي ارشاداتو په رڼا کې د انسان د ژوند اساسي اهدافو او د ځوان نسل مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ځوانان یې له وخت څخه د سمې استفادې، زده‌کړو ترلاسه کولو او ټولنې ته د لا ښه خدمت کولو لپاره وهڅول.
دغه راز د مسؤلینو له لوري فکري جګړې او د هغې اغېزې، د ناوړه دودونو او انساني قاچاق مخنیوي په اړه هم خبرې وشوې.
د سیمینار په لړ کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظرونه بیان کړل، چې د مسؤلینو له لوري یې پوښتونو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکول شول.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول روزنیز سیمینارونه به د پکتیا ولایت نورو ولسوالیو کې هم ترسره شي.

۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS