د زابل مرکزي زندان کې د سیرت النبيﷺ د سيالۍ پایلې اعلان شوې
د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فرهنګي او فکري ادارې په همکارۍ د دغه ولایت مرکزي زندان کې د سیرت النبيﷺ د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد وویل: انسان هغه وخت د کمال درجې ته رسېږي، چې د خپل پېغمبرﷺ سيرت وپېژني او په ژوند کې عملي کړي، د ټولنې اصلاح د سيرت زده کړه او عملي کولو کې نغښتې ده.
غونډه کې وینا والو د سيرت النبي ﷺ د زده کړې پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: د رسول الله ﷺ ژوند د هر مسلمان لپاره عملي لارښود دی او د هغه د سيرت زده کړه د انسان د اصلاح او روحي لوړتيا سبب ګرځي.
ویناوالو د یادې سيالۍ د شفافيت ډاډ ورکړ او ویې ويل: دا ډول ازموينې بايد د عملي بدلونونو سبب شي، اسلامي امارت له راتګ وروسته زندانونه د اصلاح، زده کړې او مهارتونو د ودې پر مرکزونو بدل شوي دي.
د غونډې په لړ کې د یادې سیالۍ ۱۱ تنه مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
۱۴۴۷/۵/۱۷ هـ ق
