کندهار ته د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست پلاوي سفر پای ته ورسېد

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۵۲
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست د سمعي او بصري چارو ریاست پلاوي په روستیو کې کندهار ولايت ته د جهادي مستندونو جوړولو په موخه رسمي سفر وکړ.
له یاد سفر څخه موخه د افغانستان د شل کلن جهاد ارزښتناک بابونه، د شهیدانو قربانۍ، د اشغالګرو ظلمونه او د ولسونو مقاومت د عیني شاهدانو له خولې اورېدل او د مستندسازۍ له لارې راتلونکو نسلونو ته سپارل و.
پلاوي د سفر په ترڅ کې له ګڼ شمېر نومیالیو جهادي قوماندانانو سره مرکې وکړې، چې پکې د هغوی د ژوند خوږې، ترخې او عبرتناکې  خاطرې ثبت شوې، د دوی یادونه د ملت د میړانې هنداره ده، چې باید هېرې نه شي، قوماندانانو دغه ابتکار وستایه او دا یې د جهادي تاریخ د ژوندي ساتنې لپاره یو مهم، ملي او ارزښتناک ګام وباله.
د پلاوي په وينا؛ دغه ارزښتمنې خاطرې او تاریخي صحنې به د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست له لارې د کتابونو، مجلو او مستندونو په بڼه ترتیب او نشر شي، ترڅو د جهاد روڼ تاریخ راتلونکو نسلونو ته ورسېږي، دا اسناد به د یاد ریاست په ارشیف کې د تل لپاره خوندي شي، ترڅو د مجاهدینو ویاړلې مبارزه او نه‌ هېرېدونکې قربانۍ د تاریخ په زرینو پاڼو کې ژوندۍ پاتې شي.
یاد پلاوي د کندهار د تاریخي محبس هغه تونل هم مستند کړ، چې ورڅخه د اسلامي امارت ۵۴۱ تنه نظامي بندیان د اشغالګرو له کلکې محاصرې ژوندي ووتل، دا یوه نه هېریدونکې صحنه ده، چې د الله جل جلاله نصرت او د مجاهدینو تدبیر پکې څرګند دی، تر څنګ يې د سپین بولدک ولسوالۍ اډې غر، تور غر، او خوږبی ناوه سیمې وپلټلې، چیرې چې شهید حافظ عبدالرحیم فاروقي د اشغالګرو پر ضد د جهاد اعلان وکړ، د هغه ژوند، شخصیت، قربانۍ او د جهاد بنسټ ایښودنه مستنده شوه او د سیمې سپین ‌ږیرو یې د مقاومت کیسې بیان کړې، همدارنګه په شرو اوبو سیمه کې د اشغالګرو له لوري ۳۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۷ جوماتونه شهیدان شوي دي، دا سیمه د اشغال د ظلم ژوندۍ بېلګه ده، چې د ډرون او ځمکنیو کیمرو له لارې ثبت شوه.
له دې ور هاخوا د ونکي په سیمه کې چې د روسانو پر وړاندې د مجاهدینو جهادي نغمونه وو،  مستند شول دا د مجاهد افغان د غیرت، هوښیارۍ او ایثار ژور انځور وړاندې کوي.
د پلاوي د معلوماتو له مخې په ژړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کي دمجاهدینو کمربندونه او د یرغلګرو قرارګاه لکه سنګ ‌حصار غونډۍ، سپیروان غونډۍ، خندق غونډۍ، پاشمول، ناګهان، ناخوني او زنګاباد سیمې هم وپلټل شوې، د یادو سیمو په تاریخ کې داسې شپې هم شته چې د یوه کلي ۶۳ تنه غړي د اشغالګروپه ړندو بمبارۍ کی شهیدان شول، چې دا ټولې پېښې هم په پرله پسې ډول مستند شوې.
د پلاوي غړو وویل: دا د سفر پای نه دی، دا د تاریخ د ثبت یوه برخه ده، موږ به بیا بیا کندهار ته راځو، لا ډېر دردونه دي، چې بیان ته اړتیا لري، لا ډېر سنګرونه دي، چې تاریخ یې باید خوندي وساتل شي، له دې وروسته به د افغانستان نورو ولایتونو ته هم سفرونه کوو، ترڅو د جهاد، قربانۍ او ولسي اتلولۍ دا ارزښتونه د راتلونکو نسلونو لپاره ژوندي پاتې شي

۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۰
Background image

فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دې ولایت د څلورو ولسوالیو له ولسوالانو سره ولیدل

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو له ولسوالانو سره ولید.
په دغو ناستو کې د شل کلنې جهاد دورې د شهیدانو د ژوندلیکونو، سوانحو او آثارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د بره کي سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS