هلمند کې د کمپیوټر له وړیا زده کړو څخه څه باندې سل تنه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۲:۹
....

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز شپږ میاشتنيو کمپیوټر زده کړو ټولګیو څخه ۱۱۵ تنه زده کوونکي فارغ او د فراغت تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې لا زیاتې هڅې کوي، همدا راز نوموړي د ګرشک ولسوالۍ د مسؤلینو له دوامدره همکاریو څخه مننه وکړه.
د ګرشک ولسوالۍ مسؤلینو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمينې برابرولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل: ننني عصر کې د ټکنالوژۍ زده کړې خورا اړینې دي، د خوښۍ ځای دی، چې په دغه ولسوالۍ کې ۱۱۵ تنه زده کوونکي د کمپیوټر له زده کړو څخه فارغ شول.

۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۶:۳۰
Background image

د امارتي ادارو له ویاندویانو، د امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د فاریاب او سرپل ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وکړې.

د فاریاب او سرپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۶:۳۰
Background image

(څنګه لیکوال شم؟) تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د (څنګه لیکوال شم؟) تر عنوان لاندې د د یاد ریاست په تالار کې لسګونو تنو لیکوالانو، زده کړیالانو او زده کوونکو ته علمي سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵۲
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې  د ټاکل شوي کمیټې. . .

BACK TO NEWS