هلمند کې د کمپیوټر له وړیا زده کړو څخه څه باندې سل تنه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
Mon, Nov 17 2025 12:09 PM
....

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز شپږ میاشتنيو کمپیوټر زده کړو ټولګیو څخه ۱۱۵ تنه زده کوونکي فارغ او د فراغت تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې لا زیاتې هڅې کوي، همدا راز نوموړي د ګرشک ولسوالۍ د مسؤلینو له دوامدره همکاریو څخه مننه وکړه.
د ګرشک ولسوالۍ مسؤلینو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمينې برابرولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل: ننني عصر کې د ټکنالوژۍ زده کړې خورا اړینې دي، د خوښۍ ځای دی، چې په دغه ولسوالۍ کې ۱۱۵ تنه زده کوونکي د کمپیوټر له زده کړو څخه فارغ شول.

۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق