سلګونه ځوانان د فریلانسېنګ او کمپيوټر پروګرامونو څخه فارغ شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۴۰
....

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او اکټید دفتر په ګډو همکاریو د ځوانانو چارو آمریت اړوند له ۶ میاشتني ښوونيزې پروګرام (فریلانسینګ، کمپیوټر، انګلیسي ژبې او نورو تخصصي برخو) څخه ۳۰۰ تنه ځوانان فارغ شول.
مسؤلینو وویل: اسلامي امارت هڅې کوي، چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره لازم فرصتونه برابر کړي، د نظام ساتنه، د ملت هوساینه او وطن سمسورتیا د ځوانانو له مکلفیتونو او مسئوليتونو څخه دي او هغه وخت به ځوانان د یادو وجایبو جوګه ګرځي، چې په دیني او عصري زده‌کړو سمبال او فکري نبوغ ته رسېدلي وي. مسؤلینو له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل وخت ته لا ارزښت ورکړي او سوکاله راتلونکې لپاره په بېلابېلو علومو او فنونو ځانونه سمبال کړئ. 
د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د اکټېد له دفتر څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو د پرمختګ په برخه کې یې مهم رول ادا کړی او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ یې د ځوانانو د فني او تخنیکي ظرفیت لوړونې په برخه کې تر دې دمه د پام وړ خدمتونه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې فراغت غونډه کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او ریاست لخوا د سيرت النبي (ص) د اخیستل شوې سیالۍ پايلې هم اعلان او لس مخکښ ګډونوال یې په بېلابیلو مادي او معنوي ډالیو وستایل شول.

۱۴۴۷/۷/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS