د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۱
..

د پنجشېر او کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وکړې.
په دې ناستو کې د همغږیو په پیاوړتیا، د اطلاع رسوني بهیر لا غوره والي، د اسلامي امارت نشراتي پالیسي رعایت کولو او د فکري او فرهنګي یرغل په وړاندې د عامه افکارو په جوړولو کې د رسنیو د رول په اړه ټینګار وشو.
دغه راز مسؤلینو د خبرونو دقیق، پر وخت، مسؤلانه خپرول او د ادارو د لاسته راوړنو رسنیز کول د رسنیز ډګر له لومړیتوبونو څخه وشمېرل.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل او مسؤلینو په رسنیز ډګر کې د لا زیاتو همکاریو په اړه ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS