د (امام ابوحنیفه باید وپېژنو) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۶:۱۳
..

د فاریاب اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ په میمنې ښار کې د (امام ابوحنیفه باید وپېژنو) په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۳۵۰ تنو ګډونوالو ترمنځ ترسره کړې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د دې سیالۍ د جوړولو څخه موخې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې د کلتور پیاوړتیا، د ځوانانو د فکري ودې ملاتړ او د امام اعظم ابوحنیفه(رحمه‌الله) د ژوندلیک، علمي خدمتونو او لوړ علمي مقام سره د ځوانانو بلدتیا وبلل شوې، ټینګار وشو، چې دا ډول فرهنګي او د کتاب ‌لوستنې پروګرامونه به په دوامداره توګه جوړ شي.
دغه راز د پروګرام ګډونوالو د ځوانانو د فکري ودې لپاره د فرهنګي پروګرامونو پر اهمیت او د وخت پر سالمې استفادې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته یو سيټ ځیرک موبایل او د درېیم څخه تر اتم مقامونو ګټونکو ته نغدي پیسې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

۱۴۴۷/۸/۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS