د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو
د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امارتي ادارو د راپورونو د څارنې او سمون له کمېټې سره په همغږۍ، د دې ولایت د امارتي ادارو مطبوعاتو مسوولینو ته یو ورځنی اصلاحی او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسوولینو د امارتي ادارو د مطبوعاتو مسوولینو دنده خورا مهمه وبلله او زیاته یې کړه؛ مطبوعاتي مسوولین مکلف دي، چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
همدارنګه په دې سیمینار کې د اسلامي نظام اړوند د معلوماتو د خپرولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د څلورمې ګڼې فرمان تشریح وشوه او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو څخه وغوښتل شول چې یاد فرمان په پوره توګه پلي کړي.
ورته مهال ګډونوالو وویل: په دې پروګرام کې د مغرضو رسنیو د دروغجنو خپرونو پر وړاندې د مبارزې، د خبر او راپور ځانګړتیاوو، د خبر ځای او اهمیت او همدارنګه د دیني لیدلوري له مخې په خبر لیکنه کې د رښتینولۍ په اړه بحث وشو.
د سیمینار په پای کې د امارتي ادارو هغه مطبوعاتي مسوولین چې په خپلو نشراتي چارو کې یې د رسنیو اصول په پوره توګه مراعت کړي و، وستایل شول.
۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق
