د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل دویمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۴:۲۵
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې ناحیې د فرهنګ څلور لارې (ده افغانان) سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ښاغلي قاري ولي‌ګل جواد د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له هټیوالو او کسبه‌کارانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو لوحو د محتوا په ترتیب او تنظیم کې پوره پاملرنه وکړي.
ښاغلي جواد ټینګار وکړ، چې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت له احکامو او د افغانستان د اسلامي امارت له اصولو سره سمې ترتیب شي، باید له هغو انځورونو او غیرشرعي مطالبو څخه ډډه وشي، چې د خلکو ذهنونه مغشو کوي او ملي ژبو، فرهنګي ارزښتونو او د لوحو منظم والي ته جدي پاملرنه وشي. همدارنګه باید د هغو لوحو له نصب څخه مخنیوی وشي چې د ترافیکي لید یا د فرهنګي او تاریخي آثارو لید کې خنډ ګرځي.
ښاغلي جواد په دې مهمې برخې کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه؛ په دې ملي بهیر کې د ګډ مشارکت له لارې کولای شو د ښار لوحې منظمې او ښکلې کړو.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۱۰۰ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.

۱۴۴۷/۹/۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS