د رسنیو مسؤلینو او امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د رسنیزو چارو د لا ښه تنظیم او د نشراتي پالیسۍ د مراعت په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو رول او مسؤلیتونو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ د نشراتي اصولو او پالیسۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې وویل: رسنۍ مسؤلیت لري چې خپلې خپرونې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سمې برابرې او پرمخ یوسي، نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د ۲۲ مې ګڼې فرمان ته په اشارې وویل: د یاد فرمان پر اساس په رسنیزو خپرونو کې باید د بهرنیو اصطلاحاتو کارولو پر ځای په ملي ژبو بدیلې کلمې وکارول شي، تر څو ټولنه له پردي کلتور څخه پاکه شي.
د غونډې ګډونوالو هم د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د خپرونو د کیفیت د لاښه والي او دقیق معلوماتو د رسولو په موخه یې د دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.
۱۴۴۷/۱۰/۲۶ هـ ق
