د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه
دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۳مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۴۹ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۳۹۱ ټوکه صادره او وارد شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې او همدارنګه، د آیندهسازان خپرندویې کتابونه هم وارزول شول او تایید شول.
د یادونې وړ ده، چې ۷ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
۱۴۰۵/۱/۳۱ هـ ل
