د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل کې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي افغانستان ته د یادې مؤسسې استازو د راتګ هرکلی وکړ او د افغانستان د فرهنګي او لرغونو میراثونو د پیاوړتیا او خوندیتوب په برخه کې یې د دغې مؤسسې رول او ملاتړ مهم وباله.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې له لسیزو وروسته، په لومړي ځل داسې زمینه برابره شوې چې د افغانستان د تاریخي اثارو، لرغونو سیمو او فرهنګي میراثونو ساتنه وشي، نو له نړیوالو موسسو څخه تمه کېږي چې د سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو په استحکام او خوندیتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.
دغه راز د الف مؤسسې استازو په افغانستان کې ترسره شوې فرهنګي هڅې مهمې وبللې او د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه یې وکړه. د یادې موسسې استازو د لوګر ولایت د مس عینک سیمې د اثارو د خوندیتوب او تحکیماتي هڅو، په بامیانو کې د یو شمېر پروژو، د غور ولایت منار جام د ساتنې، د هرات د منارونو، د کابل بالاحصار او په نورو ولایتونو کې د تر کار لاندې پروژو یادونه وکړه او دا یې د پام وړ وبللې.
د الف نړیوالې مؤسسې استازو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د لا نږدې، منظم او اغېزمن کار کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د دواړو لورو د همغږۍ لپاره باید یو روښانه میکانیزم او چوکاټ موجود وي.
۱۴۴۷/۱۱/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS