پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۴۸
..

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري په مشرۍ یو پلاوي د دغې سیمې له طبیعي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه وکړه، د دوی په وینا دغه سیمه د ښکلو منظرو، شنو غرونو او ارام چاپېریال له امله د سیلانیانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
ښاغلي جوهري زیاته کړه، چې د بهلول دانا د ناستې ځای له پخوا راهیسې د خلکو ترمنځ په روایتي ډول مشهور دی او ګڼ شمېر خلک د طبیعي ښکلاوو لیدو لپاره دغې سیمې ته ورځي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي په یادو سیمو کې د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته او د ګرځندوی سکتور لا پیاوړی کړي.
د پکتیا د ګرځندوی عمومي مدیر په وینا؛ د بهلول دانا سیمې ترڅنګ د ګردې څیړۍ ولسوالۍ (بیسوې) سیمه هم د سیلانیانو لپاره له غوره تفریحي او سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کیږي، نوموړي د ګردیز ـ پټان لویې لارې د بیارغونې روانو چارو ته په اشارې سره وویل: اوسمهال د لارې د خرابوالي له امله سپینې شګې سیمې ته تګ او راتګ له ستونزو سره مخ دی او د سړک د رغونې چارو له بشپړېدو وروسته به په سپینه شګه سیمه کې د هوټلونو او نورو خدماتي اسانتیاوو د برابرولو چارې هم پیل شي.
ورته مهال د پکتیا د اطلاعاتو آمر وویل: په وروستیو کې پکتیا ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او د نویو تفریحي سیمو په تشخیص سره به د ګرځندوی سکتور لا پراختیا ومومي.
د یادونې وړ ده، چې پکتیا ولایت د یخ اقلیم، غرنیو سیمو او طبیعي ښکلاوو له امله هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ځان ته راجلبوي.

۱۴۴۷/۱۲/۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

زابل کې د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ او تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۵۳
Background image

د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د امیرالمومنین (حفظه الله) اختریز پیغامونه وویشل شول او د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د اختریزو خپرونو د جوړولو په اړه ناستې وشوې

‏د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د عالیقدرامیرالمومنین (حفظه الله) زرګونه ټوکه اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو. . .

BACK TO NEWS