کندوز کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۸
..

په ټولنه کې د مطالعې د فرهنګ پراختیا او پیاوړتیا په موخه د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: ددغه نندارتون څخه موخې د ځوان نسل ترمنځ د مطالعې دود پیاوړتیا، د کتاب لوستنې دود عامول او له علمي او فرهنګي آثارو سره د خلکو لا زیاتې اړیکې رامنځته کول دي. نوموړي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به په راتلونکې کې هم د علمي او فرهنګي ودې لپاره ورته پروګرامونو جوړولو ته دوام ورکړي.
دغه راز ګډونوالو د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، د بېلابېلو موضوعاتو کتابونه یې ولوستل او یو شمېر مینه‌والو د خپلې خوښې کتابونه له خصوصي کتاب پلورنځیو څخه وپېرل.

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۴
Background image

بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه

‏د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه.
‏د مالیزیا ملي کتابتون مسؤلینو د هرکلي تر. . .

BACK TO NEWS