هرات کې د (هنري او فرهنګي سیالۍ) په نوم د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۴۰
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرستان ریاست او د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د (هنري او فرهنګي سیالۍ) په نامه د هنري اثارو نندارتون جوړ شو.
د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې په دې نندارتون کې د هرات د هنرمندانو له خوا جوړ شوي سل هنري آثار، چې د خطاطۍ او انځورګرۍ بېلابېل اثار پکې شامل دي، د هنر مینه‌والو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي. د دوی په وینا، دغه نندارتون د هنرمندانو ترمنځ د سیالۍ د ترسره کېدو په مناسبت جوړ شوی دی.
د مسؤولینو په وینا؛ دغه سیالي چې په تېرو دوو ورځو کې د ۴۰ هنرمندانو په ګډون ترسره شو، په پای کې شپږ غوره ګډونوال وپیژندل شول او په ستاینلیکونو او ډالیو سره وستایل شول.
ورته مهال د هنرستان ریاست اړوند د غلام محمد میمنه ګي ښوونیز مرکز آمر وویل: د دې سیالۍ موخه د هنري استعدادونو پېژندنه، هڅونه او ملاتړ دی. نوموړي زیاته کړه، چې هڅه کوي د هنرمندانو د ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي.
همدارنګه د خطاطۍ یو شمېر استادانو وویل: د دې ډول پروګرامونو جوړول د هنر د ودې، د هنرمندانو ترمنځ د انګېزې د پیاوړتیا او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم رول لري.
ورته مهال د دې سیالۍ ګډونوالو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دا ډول سیالۍ د هنرمندانو په هڅونه کې اغیزمن رول لري. ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکې کې د هم ورته فرهنګي او هنري پروګرامونه جوړ شي.

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۹:۳۴
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر نوی معین معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوی، چې د یوې رسمي غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

کاپیسا کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر ځوانان وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ځوانان چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
د کاپیسا د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

BACK TO NEWS