پکتیا کې (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۴۴
..

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ چې د ۶۰۰ تنو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض‌الله جوهري وویل: د هر ډول بریا لومړنی اساس مطالعه، زده کړه او د علم ترلاسه کول دي او اړوندې ادارې هڅې کوي، چې د بېلابېلو علمي او فرهنګي پروګرامونو، ازموینو او سیالیو له لارې د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستنې فرهنګ پیاوړی کړي.
په غونډه کې نورو ویناوالو هم وویل: د اسلامي امارت اساسي موخه د هېواد رغونه، پرمختګ او د سالمې ټولنې جوړول دي او دې موخې ته رسېدل له علم، مطالعې او پوهاوي پرته ناشوني دي، نو ځوانان باید د علم د حاصلولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د ازموینې د شفاف بهیر په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې په راتلونکې کې به هم د ځوانانو د علمي ظرفیت د لوړولو په موخه ورته پروګرامونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ۱۶ تنه مخکښ ګډونوالو ته په ترتیب سره کمپیوټر، لاسي ساعتونه، علمي کتابونه او بېلابېل ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۸/۱/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

کاپیسا کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر ځوانان وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ځوانان چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
د کاپیسا د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۴
Background image

بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د. . .

BACK TO NEWS