د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره وکتل

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۲
..

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده، د دې ولایت له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره په لیدنه کې د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت، د اسلامي نظام د ملاتړ او د دښمنانو د پلانونو له منځه وړلو په موخه د اسلامي شریعت پر پوهاوي ټینګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا؛ ځوانان د هېواد اصلي پانګه ده او اسلامي امارت د ځوانانو د اهمیت په درک کولو سره د دوی د علمي ودې، د عصري مهارتونو د لوړولو او د بېلابېلو علومو، په ځانګړي ډول د دیني علومو د زده‌کړې لپاره ځانګړې پاملرنه کړې او دا ژمنتیا یې په عمل کې هم ثابته کړې ده.
ښاغلي ملک زاده زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شته امکاناتو په کارولو سره اوسمهال د دې ولایت د ځوانانو لپاره د عربي او انګلیسي ژبو او کمپیوټر وړیا ښوونیز ټولګي جوړ کړي دي او دغه ریاست ژمن دی، چې دا ښوونیز پروګرامونه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
د لیدنې په پای کې، یو شمېر ځوانانو د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له پروګرامونو او د ځوانانو له ملاتړ څخه هرکلی وکړ او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۸/۲/۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۲:۵۴
Background image

پروان کې لسګونه ځوانان د لومړنیو روغتیايي مرستو له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لومړنیو روغتیایي مرستو یو میاشتنی روزنیز پروګرام له څلورمې دورې څخه ۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۴۹
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د امارتي ادارو له ویاندویانو او د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس آخندزاده مطیع‌الله متقي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۳
Background image

لسګونو طالب العلمانو ته د فکري جګړې په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د جهادي مدرسې لسګونو طالب العلمانو ته د فکري جګړې په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
 د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله. . .

BACK TO NEWS