د لغمان او ننکرهار ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۲
..

د لغمان او ننګرهار ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د ګرځندوی صنعت د ودې، د سیلانیانو د جذب او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: په غونډه کې د دواړو ولایتونو د تاریخي، تفریحي او سیاحتي سیمو د لا ښه معرفي کولو، سیلانیانو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو، د کورنیو سیلانیانو د جذب، د سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو د پراختیا او د دوی د ستونزو د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
یاده غونډه کې د لغمان او ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو د ګرځندوی آمرینو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي، ترڅو د ګرځندوی د صنعت د لا پیاوړتیا او پرمختګ لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د غونډې ګډونوالو د دواړو ولایتونو ترمنځ د ګرځندوی صنعت په برخه کې د همغږۍ دوام، د ګرځندوی صنعت د ودې او د سیاحتي خدمتونو د ښه والي لپاره مهم وباله.

۱۴۴۸/۲/۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۷
Background image

د خپرونو چارو معین بلخ کې د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، د وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړیوال او د بلخ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۵:۴
Background image

د چهلستون تاریخي منار د وضعیت ارزونه وشوه

د کابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند پلاوي د چهلستون تاریخي منار څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د یاد تاریخي منار د اوسني وضعیت ارزونه او د دغه منار د ساتنې او خوندیتوب په اړه د موجودو. . .

BACK TO NEWS