د هېواد د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه بېلابېلو برخو کې چمتووالی روان دی

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۵۹
..

د اطلاعاتو او فرهنګي ولایتي ریاستونو مسؤلین وایي؛ چې د زمري د ۲۴مې د هېواد د خپلواکۍ ورځې د رارسېدو په مناسبت بېلابېلو برخو کې ښه چمتووالی روان دی او ټاکل شوې ده، چې دغه تاریخي ورځ په ټولو ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په لړ کې ونمانځل شي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د دې ورځې د ځانګړو مراسمو د ترسره کولو لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي او ټاکل شوې ده، چې د زمري د ۲۴مې د نمانځنې مراسم د علماوو کرامو، قومي مخورو، امارتي مسؤلینو، استادانو، د پوهنتونونو زده کړیالانو، د ښوونځیو زده‌کوونکو، د دیني مدرسو طالبالعلمانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په ګډون ترسره شي، ترڅو له دې مهم تاریخي ورځې څخه په ښه توګه نمانځنه وشي.
د مسؤلینو په وینا؛ خپلواکي اخیستل د افغان ملت له ارزښتمنو تاریخي لاسته‌راوړنو څخه ګڼل کېږي او د دې ورځې نمانځنه د هېواد د عزت، آزادۍ او ملي هویت د ساتنې څرګندونه کوي. د دا ډول مراسمو جوړول د ملي روحیې او د ټولنیز یوالي پیاوړتیا او ځوان نسل ته د تاریخي ارزښتونو په لېږد کې مهم رول لري.
ورته مهال د ولایتونو اوسېدونکو هم د دې مراسمو له ښې نمانځنې څخه هرکلی کوي او د زمري ۲۴مه د هېواد د تاریخ له تر ټولو ویاړلو او برخلیک ټاکونکو ورځو څخه ګڼي. ولسونه وایي؛ خپلواکي د افغانستان د ملت د عزت، آزادۍ او سرلوړۍ نښه ده او د دې ورځې نمانځنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت دی.
د خلکو په باور، د داسې مناسبتونو په لړ کې د فرهنګي او ملي پروګرامونو جوړول کولای شي، چې ځوان نسل د هېواد له تاریخ، هویت او ملي ارزښتونو سره لا ډېر بلد کړي او د خلکو ترمنځ د یووالي، همدردۍ او ملي مسؤلیت‌پالنې د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
دغه راز هېوادوالو هیله څرګنده کړې، چې دغه مراسم به په ځانګړي نظم سره ترسره شي او ټولنې ته به د یووالي، وروروالۍ او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې پیغامونه ولېږدوي.

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

د هېواد د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه بېلابېلو برخو کې چمتووالی روان دی

د اطلاعاتو او فرهنګي ولایتي ریاستونو مسؤلین وایي؛ چې د زمري د ۲۴مې د هېواد د خپلواکۍ ورځې د رارسېدو په مناسبت بېلابېلو برخو کې ښه چمتووالی روان دی او ټاکل شوې ده، چې دغه تاریخي ورځ په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

جاغوري ولسوالۍ کې د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریت په همغږۍ جاغوري ولسوالۍ کې د ښوونځیو استادانو، ځوانانو، فرهنګیانو، رسنیزو کارکوونکو، زده‌کوونکو او زده کړیالانو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۱۱
Background image

په ۱۷مې ګڼې فرمان کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ چې څه موده وړاندې په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه. . .

BACK TO NEWS