د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۹
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت نورستان ولایت ته د رسمي په ترڅ  کې د دې ولایت له والي مولوي زین العابدین عابد او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سمیع الحق حق بیان سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د نورستان د سیاحت د ودې، د ښکلو طبيعي سیمو د معرفي کولو او د ګرځندوی د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
 د ګرځندوی څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت د نورستان له سیاحتي او ښکلو سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ د گرځندوی له هوټل څخه هم لیدنه وکړه او د دې هوټل چارې یې وارزولې.
دغه راز د دې سفر پر لړ کې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست کارکوونکو د نورستان ولایت اړوند د ښکلو سیمو عکسونه او ویډیوګانې هم ثبت کړې، تر څو د نورستان سیاحتي او ښکلې طبیعي ځایونه خلکو ته لا ښه وپېژندل شي.
د یادونې وړ ده، چې نورستان ولایت د طبیعي ښکلاو، غرونو او ځانګړي دودونو له امله د سیاحت لپاره ډېر ښه ظرفیتونه لري او هڅې روانې دي، چې دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت لا پیاوړی شي. 

۱۴۴۸/۲/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت نورستان ولایت ته د رسمي په ترڅ  کې د دې ولایت له والي مولوي زین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ازبکستان له سفیر سره وکتل

شنبه ( ٢٦ د صفرالمظفر١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبک عثمان‌اف سره وکتل.

په دې لیدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۸
Background image

فاریاب کې له ګڼ شمېر فرهنګیانو او لیکوالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ له ګڼ شمېر قلموال مبارزینو، د ټولنیزو شبکو فعالانو، ځوانانو او فرهنګي څېرو سره د همغږۍ د پیاوړتیا،. . .

BACK TO NEWS