د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت نورستان ولایت ته د رسمي په ترڅ کې د دې ولایت له والي مولوي زین العابدین عابد او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سمیع الحق حق بیان سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د نورستان د سیاحت د ودې، د ښکلو طبيعي سیمو د معرفي کولو او د ګرځندوی د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
د ګرځندوی څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت د نورستان له سیاحتي او ښکلو سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ د گرځندوی له هوټل څخه هم لیدنه وکړه او د دې هوټل چارې یې وارزولې.
دغه راز د دې سفر پر لړ کې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست کارکوونکو د نورستان ولایت اړوند د ښکلو سیمو عکسونه او ویډیوګانې هم ثبت کړې، تر څو د نورستان سیاحتي او ښکلې طبیعي ځایونه خلکو ته لا ښه وپېژندل شي.
د یادونې وړ ده، چې نورستان ولایت د طبیعي ښکلاو، غرونو او ځانګړي دودونو له امله د سیاحت لپاره ډېر ښه ظرفیتونه لري او هڅې روانې دي، چې دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت لا پیاوړی شي.
۱۴۴۸/۲/۲۵ هـ ق
