غزني کې د خپلواکۍ د ورځو په مناسبت مشاعره ترسره شوه
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د زمري۲۴مې او ۲۸مې د خپلواکۍ ورځو په مناسبت شانداره مشاعره ترسره کړه، چې پکې د دغه ولایت د سیمهییزو ادارو مسؤلینو، شاعرانو، لیکوالانو او د بېلابېلو ولایتونو فرهنګیانو، شاعرانو او ترانه ویونکو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د زمري ۲۴مې او ۲۸مې ورځې د مجاهد ملت د بېشمېره قربانیو او د هېواد د اشغال د پای ته رسېدو څرګندونې کوي. نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت له شلو کلونو مبارزې او زیاتو قربانیو وروسته د هېواد اشغال پای ته ورسوه او په هېواد کې یې اسلامي نظام حاکم کړ.
ښاغلي نثار له شاعرانو او لیکوالانو څخه وغوښتل؛ چې د خپلو ادبي اثارو له لارې په ټولنه کې ملي یووالي، خپلواکۍ غوښتنې او فرهنګي او اخلاقي ارزښتونو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
د مشاعرې په لړ کې شاعرانو او ترانهویونکو ګډونوالو ته د یادو ورځو په مناسب ترنمونه او ترانې واورولې او د مشاعرې فرهنګي فضا یې لا رنګینه کړه. دوی د آزادۍ، یووالي، اسلامي او ملي ارزښتونو په اړه خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.
۱۴۴۸/۲/۲۸ هـ ق
