د ځوانانو چارو ریاست له اکتید مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۹
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو ساتنې لوی ریاست اړوند د ځوانانو چارو ریاست له اکتید (ACTED) نړیوالې مؤسسې سره د ۱۲ میاشتو په موخه د څه باندې ۳۲۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا د هېواد د ځوانانو د ملاتړ په برخه کې د اکتید مؤسسې د فعالیتونو او همکاریو قدرداني وکړه او د کار بازار د اړتیا وړ مهارتونو زده‌کړه یې د ځوان نسل له مهمو اړتیاوو څخه وبلله.
نوموړي د عصري مهارتونو، په ځانګړي ډول فریلانسینګ (انلاین کاروبار)، کمپیوټري زده‌کړو، انګلیسي ژبې، ګرافیک، مسلکي او حرفوي مهارتونو اهمیت ته په اشارې سره، له اکتید مؤسسې سره د ځوانانو چارو ریاست پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ، اکتید مؤسسه به خپل فعالیتونه په فاریاب، جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو کې پلي کړي. د دې پروګرام په چوکاټ کې به ۱۶ ښوونیز مرکزونه فعال شي، چې د یادو مرکزونو ترمیم او د مدیرانو او استادانو ګمارل به هم پکې شامل وي.
همدارنګه ټاکل شوې چې ۴۸۰۰ ځوانانو ته د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ګرافیک او فریلانسینګ په برخو کې شپږ میاشتني ښوونیز ټولګي هم جوړ شي او ګډونوالو ته به کتابونه او قرطاسیه هم په وړیا توګه ووېشل شي.
د ورزشي فعالیتونو په برخه کې به ۱۶ ورزشي ټیمونه جوړ او اړین وسایل به ورته برابر شي. همدارنګه د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه به ۱۶ ډلې، چې هره ډله به ۴۰ تنه غړي ولري، جوړې شي، ترڅو غړي یې د رهبري، لیکوالي او ویاندویي په برخو کې زده‌کړې ترلاسه کړي.
په دې ناسته کې د عصري ښوونیزو پروګرامونو ترڅنګ پر دیني او اصلاحي زده‌کړو هم ټینګار وشو او هوکړه وشوه، چې په ښوونیزو مرکزونو کې به ځوانانو ته د اصلاح په موخه سیمینارونه وړاندې شي او د دیني برخې لپاره به یو استاد هم وګمارل شي.
همدارنګه د کندز ولایت د ځوانانو د پیاوړتیا مرکز د ملاتړ او تمویل وړاندیز هم مطرح شو. د ځوانانو چارو رئیس وړاندیز وکړ، چې ورته پروګرامونه دې د هېواد نورو ولایتونو ته هم پراخ شي،ترڅو د لا ډېرو ځوانانو لپاره د زده‌کړو او ظرفیت لوړونې زمینه برابره شي.

۱۴۴۸/۲/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۸:۶
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین صاحبانو او فرهنګي اتشه‌وو ترمنځ د زمري۲۴مې (فتحې ورځې) په مناسبت د همغږۍ آنلاین غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشه‌وو ریاست په نوښت، د یاد وزارت د معین صاحبانو او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د فرهنګي اتشه‌وو ترمنځ د زمري۲۴مې (فتحې ورځې). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۷
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو ترمنځ د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د فرهنګي میراثونو د پیاوړتیا او د کابل ښار د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت په موخه د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۴
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان او د زمري ۲۴مې ورځې په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز قلات ښار کې لسګونو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان او د زمري ۲۴مې (د فتحې او آزادۍ) ورځې په اړه د. . .

BACK TO NEWS