لوګر او لغمان ولایتونو کې د کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۴
..

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هېواد د عامه کتابتونونو د ریاست په همکارۍ د اسد۲۴ په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ همدارنګه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، فرشغان ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د سیالۍ مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د لوګر او لغمان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو وویل: په دغو سیالیو کې سلګونو تنو ځوانانو ګډون کړی و. د مسؤلينو په وینا؛ دغه سیالۍ د ځوانانو د فکري ودې، مطالعې دود د پراختیا، د ځوانانو د علمي کچې لوړول او د سالم فکر د رامنځته کولو په موخه جوړې شوې وې.
مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل، چې خپل وخت په بې‌ځایه چارو تېر نه کړي او د مطالعې له لارې خپله پوهه او فکري وړتیا پیاوړې کړي.
د سیالۍ ګډونوالو د یادې سیالۍ له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: په اوسني عصر کې د مطالعې او فکري ودې لپاره دا ډول پروګرامونه خورا مهم رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د دواړو سیالیو لومړي مقام ګټونکو ته کمپیوټرونه، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته ساعتونه او یو شمېر نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ووېشل شوې.

۱۴۴۸/۴/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۹
Background image

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د جهادي اثارو د ساتنې موزیم رسماً پرانستل شو 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د یاد ریاست اړوند د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمد الله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۳
Background image

د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو له شپږ میاشتني وړیا ښوونیز پروګرام څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د روزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو له شپږ میاشتني زده‌کړیز پروګرام څخه ۵۲ تنه زده‌کوونکي فارغ شول.
د ځوانانو چارو امر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

لوګر او لغمان ولایتونو کې د کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هېواد د عامه کتابتونونو د ریاست په همکارۍ د اسد۲۴ په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ همدارنګه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الصارم. . .

BACK TO NEWS