غزني کې سلګونو ځوانانو ته عقیدوي سیمینار پیل شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۳۱
...

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت سلګونو ځوانانو ته په یاد ریاست کې عقیدوي سیمینار پیل شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د دغه ریاست د ځوانانو آمریت د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې په همکارۍ، ځوانانو ته د دیني، عقیدوي، فرهنګي او فکري زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د یووالي او ورورولۍ ساتنه، د ناوړه او ناسمو تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی او باید د یووالي د پیاوړتیا او د نظام د ټینګښت لپاره هڅې وشي.
همداراز، د یاد ریاست مسؤلینو وویل: په دغه سیمینار کې به سلګونو ځوانانو ته د نږدې درېیو میاشتو په موده کې د دیني او عصري علومو د دوو مجربو استادانو له لوري زده‌کړې ورکړل شي.
د مسؤلینو په وینا؛ د ځوانانو د علمي کچې لوړول، د استعدادونو پېژندل او د هغوی عقیدوي او فکري اصلاح د دغه سیمینار د جوړېدو له موخو څخه دي.

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته وشوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امریت له لوري د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د دوی د فعالیتونو د لا ښه والي او شته ستونزو د څېړلو په موخه ناسته وشوه.

د اطلاعاتو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۸
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب شیخ شیر احمد حقاني د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د یتیمانو ښارګوټي او د باباجي مواصلاتي پل له رغنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۳۱
Background image

غزني کې سلګونو ځوانانو ته عقیدوي سیمینار پیل شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت سلګونو ځوانانو ته په یاد ریاست کې عقیدوي سیمینار پیل شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د دغه ریاست د. . .

BACK TO NEWS