تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
..

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې ترسره شو.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح‌الله انصار وویل: ځوانان د ټولنې د فعال ځواک او راتلونکي جوړوونکو په توګه کولای شي د پوهې او مهارتونو په ترلاسه کولو، د اسلامي ارزښتونو په ساتلو، د همدردۍ او همکارۍ د روحیې په پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت په برخه کې د هڅو له لارې د ټولنیز ثبات په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې ارزښتمن او مهمه رول ترسره کړي او د خپل هېواد او ټولنې پر وړاندې خپل ملي مسؤلیت ادا کړي.
ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا وویل: د دغه سیمینار د جوړولو موخه د ځوانانو او مسؤولیتونو روښانه کول، د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړول او د ځوان نسل هڅول دي، ترڅو د اسلامي نظام په پیاوړتیا، د ټولنې په پرمختګ او د هېواد په آبادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
نوموړي د مسؤولیت‌ منلو، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ټولنیز یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا او د هېواد د پرمختګ او آبادۍ په بهیر کې د ځوانانو پر فعالې ونډې اخیستلو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS