د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې
د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې د داوودي بالا او داوودي پایین په کلیو کې د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې.
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح وویل: په دغو پروژو کې د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې؛ ( ۶۵۰ متره سړک هوراول، ۴۰۰ متره کرنیز کانال جوړول، د پنځو پلچکونو جوړول او ۲۵۰ متره استنادي دېوال جوړول) شامل دي، چې د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یونیسکو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د ۸۴ زره امریکایي ډالرو په ټولیز لګښت ترسره کېږي.
ښاغلي صالح د دغو پروژو د پلي کېدو موخه د لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونه، د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو برابرول، د اوبو مدیریت او په زیان لیدونکو سیمو کې د استنادي دېوالونو پیاوړتیا یاده کړه.
ورته مهال د دغو سیمو اوسېدونکو د یادو پروژو د پلي کېدو له امله خوښي څرګنده کړه او دا یې د لرغونو سیمو او آبداتو د بیارغونې او د بامیان ولایت د آبادۍ په برخه کې د سیمهییز حکومت د پاملرنې او ژمنتیا نښه وبلله.
د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې به د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر مستقیمې څارنې لاندې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو مطابق په اساسي توګه ترسره شي.
۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق
