( د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۲۴
..

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې په دغه سیمینار کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي، د بلخ ولایت د یو شمېر امارتي ادارو مسؤولینو، دیني علماوو او سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار ځوانان د یوې ټولنې ارزښتمنه پانګه وبلل او ویې ویل: که ځوانان خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ادا کړي، کولای شي د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اغېزمن رول ترسره کړي. 
ښاغلي ضرار زیاته کړه، ځوانان باید له خپل اصیل فرهنګ، تاریخ او ارزښتونو سره بشپړه بلدتیا ولري؛ ځکه د خپل تاریخ او فرهنګ له پېژندنې پرته د هېواد د پرمختګ لپاره اغېزمن کار ستونزمن دی. نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې له اختلافاتو او نفاق څخه ډډه وکړي او یووالی وساتي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي اسلام او ایمان د انسان لپاره ستر نعمتونه وبلل او ویې ویل: مسلمان ځوانان باید د اسلامي اصولو له مخې صبر، استقامت او مسؤولیت‌ پالنه خپله کړي او د خپل هېواد او ولس د پرمختګ لپاره په پوره توان هڅې وکړي. ښاغلي هاشمي له ځوانانو څخه وغوښتل چې خپل مسؤولیتونه وپېژني، د اسلامي نظام په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي، د هېواد او نظام د پرمختګ لپاره کار وکړي.
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د اسلامي نظام د استحکام، د علم او زده‌کړو د ارزښت، د یووالي پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان باید تر هر څه وړاندې له خپل نفس سره مبارزه وکړي؛ ځکه د فردي اصلاح او سالم فکر له پیاوړتیا پرته د ټولنې پرمختګ ستونزمن دی. نوموړي زیاته ځوانان چې علم او پوهه ولري، د ټولنې په پرمختګ کې رغنده ونډه اخیستلای شي، ځکه د علم په ګاڼه سمبال ځوان د دښمنانو په منفي تبلیغاتو نه غولېږي، د خپل دین او هېواد له ګټو او ارزښتونو سره بلدتیا لري او د ساتنې لپاره مسؤولانه هڅې کوي.
ویناوالو له ځوانانو څخه وغوښتل چې باید له خپلو وړتیاوو څخه په ګټې اخیستنې د ټولنې د پرمختګ، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي.

۱۴۴۸/۵/۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS