د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون نوبتي ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۲
..

‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو په معینیت کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د تېرو ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په اړه راپور وړاندې شو او د تجلا، چینار راډیوګانو او نورو رسنیو د یو شمېر خبریالانو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او اړینې پریکړې ونیول شوې.
 دغه راز په دغې ناسته کې د رسنیزو چارو په لړ کې د پردیو اصطلاحاتو د مخنیوي او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې وشوې او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه د روزنیزو سیمینارونو پر جوړولو ټینګار وشو.

۱۴۴۸/۵/۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS