لغمان کې (د ناوړه دودونو او باطلو افکارو د مخنیوي) په نوم یو ورځنی سیمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۶
...

لغمان کې د الصارم فکري او فرهنګي ادارې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الینګار ولسوالۍ اړوند د شیخ صاحب سیمې قومي مخورو، ځوانانو او د ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکو ته (د ناوړه دودونو او باطلو افکارو د مخنیوي) په نوم یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی، د عامه پوهاوي لړۍ یې په دې موخه روانه ده، چې خلک د اسلامي شریعت له احکامو او لارښوونو سره سم ژوند وکړي او له هغو دودونو څخه ډډه وکړي، چې د خلکو ته د ستونزو د جوړیدو لامل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټولنې د اصلاح، د ځوانانو د فکري روزنې او د ناسمو دودونو د له منځه وړلو لپاره د دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او ښوونیزو ادارو ګډه همکارۍ مهمه ده او هر څوک باید د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د باطلو افکارو، په اسلامي نظام کې د اطاعت، د ټولنیز نظم د ساتنې، د ناوړه دودونو د مخنیوي، د اسلامي لارښوونو پر رعایت، د فتنې او تفرقې د مخنیوي، د ناسمو افکارو پر وړاندې د پوهاوي او د ټولنې یووالي د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې د دیني عالمانو له لارښوونو څخه په ګټه اخیستنې سره د ټولنې د فکري اصلاح په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د مسؤلینو په وینا؛ د دغه سیمینار موخه د سیمې د اوسېدونکو، په ځانګړي توګه د ځوانانو او زده کوونکو د اسلامي لارښوونو، فکري پوهاوي او د ناوړه دودونو او باطلو افکارو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي لوړول وو.

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د نشه‌ یي توکو او انسانانو د قاچاق مخنیوي په اړه غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت په حصه دویم کوهستان ولسوالۍ کې د مشرتابه د فرامینو په اړه لویه ولسي غونډه جوړه شوه.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

په شاجوی ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر حضرت الله زاهد له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې په دې غونډه کې د ځوانانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS