د فرهنګ او هنر معین؛ د لومړیتوبونو درک اړین او د آبادۍ لپاره ګډ کار مهم دی
دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په خپل کاري دفتر کې د شانتي مؤسسې له مسؤلینو سره په لیدنه کې وکړې، په دې لیدنه کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس شفیق احمدزي او د فرهنګ او هنر معینیت سلاکارانو هم ګډون کړی و.
د لیدنې پر مهال د شانتي مؤسسې مسؤلینو د خپلو ترسره کړیو او روانو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل: شانتي موسسه په ولایتونو کې د عامه کتابتونونو د جوړولو او تجهیز کولو په برخو کې فعالیتونه ترسره کوي، چې د مطالعې فرهنګ په پیاوړتیا او ماشومانو لپاره د کتابتونونو په جوړولو کې یې پوره هڅې ترسره کړې دي، چې اوس مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو لپاره ګڼ شمېر عامه کتابتونونه فعال دي او سلګونه ماشومان ورڅخه استفاده کوي، د دوی په وینا: د ماشومانو د فکر په جوړولو سره د مطالعې فرهنګ په اساسي توګه پیاوړی کېږي او هېواد علمي پرمختګ کوي.
د یادې موسسې مسؤلینو زیاته کړه؛ چې د عامه کتابتونونو جوړولو په برخه کې د عامه کتابتونونو ریاست پوره همکاري کوي او په پام کې ده، چې د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د عامه کتابتون لپاره یوه نوې معیاري ودانۍ جوړه شي، چې په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاري خورا اړینه ده.
ورته مهال د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د شانتي موسسې د ترسره کړیو او روانو فعالیتونو له امله مننه وکړه او ویې ویل: د هېواد پرمختګ او د ولسونو علمي ظرفیت لوړول زموږ او ستاسو ګډ مسؤلیت دی، په دې برخه کې باید لومړیتوبونه درک شي او په هغو ځایونو کې د علمي خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره شي، چې ډېره اړتیا یې وي او په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پوره همکارۍ ته ژمن دی.
ښاغلي طیبي زیاته کړه؛ چې اوس تر بل هر وخته د هېواد د آبادولو او پرمختګ زمینه برابره شوې ده، نو ټولې ادارې او موسسې باید په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي او خپله مالي او بشري قوه د هېواد په اساسي رغونه کې مصرف کړي.
په پای کې شانتي موسسې د فرهنګ او هنر له معین څخه غوښتنه وکړه، چې بېلابېلو ولایتونو ته د سفر پرمهال دې د دوی له عامه کتابتونونو څخه هم لیدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې شانتي د جاپان اړوند موسسه ده، چې په رضاکارانه توګه د ښوونیزو برخو سربېره د عامه کتابتونونو د جوړولو او تجهیز کولو، له مهاجرینو سره د مرستو او طبیعي حوادثو سره د مبارزې په برخو کې هم کار کوي.
۱۴۴۸/۵/۲۲ هـ ق
