د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې پر وروستۍ طرحې باندې بحث وشو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۵۵
moic

د رسنيو د عالي شورا په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې  حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه؛ د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې د وروستۍ طرحې په باب بحث وشو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغې غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې د وروستۍ طرحې په باب معلومات ورکړل او د دغې مسودې طرحه يې د رسنيو د عالي شورا له غړو سره شريکه کړه.
وروسته د رسنيو د عالي شورا غړو، د ټوليزو رسنيو د پالیسۍ د مسودې په وروستۍ طرحه کې د ځينو مواردو د شاملولو او یا حذفولو لپاره خپل نظريات او وړانديزونه طرحه کړل.
په غونډه کې پريکړه وشوه ترڅو په اجندا کې ځېنې شاملې برخې په راتلوونکې غونډه وڅيړلې شي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۰
Background image

لوګر کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې، قلمونه او نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۵
Background image

کونړ کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان وویل: رسنۍ د خلکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۲
Background image

مقر ولسوالۍ کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهې کاروان په نوم د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل:. . .

BACK TO NEWS