حسينه ساپۍ: د ماشومانو، ځوانانو او لويانو پاملرنه دې مطالعې ته جلب شي

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۱:۲۰
حسينه ساپۍ: د ماشومانو، ځوانانو او لويانو پاملرنه دې مطالعې ته جلب شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د کابل د عامه کتابتون د کتنې په وخت کې وويل چې کتابداران بايد داسې پروګرام جوړ کړي چې د ماشومانو، ځوانانو او لويانو پاملرنه مطالعې ته جلب شي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري هم حاضر و؛ حسينې ساپۍ د کابل د عامه کتابتون بېلابېلې برخې وکتلې.
د کتنې په بهيرکې مسوولينو يوشمېر کاري ستونزو ته هم اشاره وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل چې کتابداران دې د ماشومانو،  ځوانانو او لويانو د پاملرنې د جلبولو لپاره داسې پروګرام جوړ کړي چې مطالعې ته د مراجعينو د هڅونې سبب شي. دا په خپله د کتاب لوستلو فرهنګ له ودې سره مرسته کوي.
حسينې ساپۍ د کتنې په پاى کې د چارو د ښه والي لپاره لارښوونې وکړې او يې وويل چې د امکان تر پولې پورې ستونزو ته پاملرنه کېږي.
د کابل عامه کتابتون په ١٣٤٥ کال کې تاسيس شوى دى او کابو ١٠٠ زره ټوکه  علمي، فرهنګي، ادبي  او تاريخي کتابونه لري.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکاریو او اړیکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د میدان وردګو ولایت څخه یو شمېر جهادي آثار راټول شول

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ څخه د جهادي آثارو د راټولولو لړۍ په دوام، د جهادي آثارو د سپارلو ټیم د مجاهدینو په هڅو او همکارۍ یو شمېر تاریخي او جهادي آثار راټول کړل، ترڅو د خوندي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۳
Background image

المار ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د المار ولسوالۍ د پوهنۍ آمریت په همکارۍ د ښوونځیو او مدرسو ګڼ شمېر زده کوونکو ترمنځ د مشرتابه (حفظه الله. . .

BACK TO NEWS