حسينه ساپۍ: د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې بايد د رسنيزو بنسټونو او د رسنۍ د کارکوونکو نظر واخيستل شي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۶
حسينه ساپۍ: د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې بايد د رسنيزو بنسټونو او د رسنۍ د کارکوونکو نظر واخيستل شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د رسنيو د عالي شورا فوق العاده غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: په دې غونډه کې د " ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې په اړه د نظرغوښتنې او مشورتي غونډې" د جوړولو په اړوند خبرې وشوې.
دغه راز د رسنيو د عالي شورا غړيو د دې غونډې په اړوند خپلې نظريې او وړانديزونه څرګند کړل.
حسينې ساپۍ څرګنده کړه چې "د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې په اړه د نظرغوښتنې او مشورتي غونډه کې" بايد د دغې پاليسۍ د بډاينې په موخه د رسنيزو بنسټونو، د رسنۍ د کارکوونکو او د نظر د خاوندانو نظريې واخيستل شي.
دغه راز هغې د دغې غونډې پر ډېر ژر جوړولو چې ټاکل شوې ده په راتلونکې اوونۍ کې په کابل کې جوړه شي، ټينګار وکړ.
کابل/ د مر ومي ٢٤مه/ باختر   

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS