د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د لرغونو آثارو پر ساتنې ټينګار وکړ

moic_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۲۱:۴۱

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د لرغونو آثارو پر ساتنې ټينګار وکړ
کابل د چنګاښ ٨ مه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د اطلاعاتو او فرهنګ له څلورو ولايتي رييسانو سره په آنلاين ډول ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د فراه، دايکنډي، پکتيا او بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو رپوټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.

د فرهنګي جشنونو ترسره کول، عامه کتابتونونو ته د کتابونو راټولول او د فرهنګي شخصيتونو ستايل د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييسانو له لاسته راوړنو څخه دي.

د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو په ولايتونو کې د بودجې او تشکيل د زياتوالي او د لرغونو آثارو د ترميم او مرمت کولو غوښتنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ناستې د جوړولو موخه د ستونزو شريکول وبلل او ويې ويل چې د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان دې هلې ځلې وکړي چې له فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو سره ښې اړيکې رامنځته کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو ته لارښوونه وکړه چې د لرغونو آثارو په ساتنه او مرمت کولو کې هېڅ راز هڅې و نه سپموي.

sunday-vc

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۰
Background image

لوګر کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې، قلمونه او نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۵
Background image

کونړ کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان وویل: رسنۍ د خلکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۲
Background image

مقر ولسوالۍ کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهې کاروان په نوم د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل:. . .

BACK TO NEWS