روزګان کې د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Wed, Dec 10 2025 1:10 PM
..

د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله ریحان په مشرۍ د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله ریحان وویل: ویاندویان باید د خلکو د باور د ساتلو په موخه په دقیق، واحد او همغږي پیغام سره کار وکړي او د ولایت د رسنیو د مدیریت لپاره  د ګډې همغږۍ دوام خورا مهم دی.
دغه راز د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ ویاندویانو د مسؤلانه خبر او دقیقو معلوماتو د شریکولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د واقعیت پر بنسټ او پر وخت د معلوماتو رسونه د هر ویاند مسؤولیت دی، ګډې ناستې د شفافیت او همغږۍ په موخه ګټورې دي او د حساسو امنیتي موضوعاتو پر مهال همغږي حیاتي ارزښت لري.

۱۴۴۷/۶/۱۹ هـ ق