د ځوانانو د سوداګرۍ د استعدادونو او مهارتونو د ودې له مرکزونو څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
Sat, Jan 03 2026 11:18 AM
..

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست او اکټید دفتر په همغږۍ د میمنې ښار ، اندخوی، دولت‌اباد، شیرین‌تګاب، المار، قیصار او ګرزیوان ولسوالیو د ځوانانو د سوداګرۍ د استعدادونو او مهارتونو د ودې له مرکزونو څخه ۱۳۲۱ تنه ځوانان فارغ شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې مسوولینو ګډونوالو ته ‌د ښه راغلاست ترڅنګ د ځوانانو د سوداګرۍ د استعدادونو او مهارتونو د ودې مرکزونو د موخو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ځوانانو یې وغوښتل چې د فردي او ټولنیز پرمختګ په موخه له شته فرصتونو څخه ګټوره استفاده وکړي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ اسلامي امارت د اسلامي، ملي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ پر ځوان نسل ځانګړی تمرکز لري، ځکه د هېواد راتلونکی د دوی له هڅو سره تړلی دی او د ملت روڼ سباوون د ځوانانو د هڅو او انګېزو پایله ده.
د یادونې وړ ده، چې په یادو مرکزونو کې ۱۳۲۱ تنو ځوانانو په فريلانسینګ، امازون، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ګرافیک ډیزاین او وېب‌سايټ ډیزاین برخو کې زده کړې ترسره کړي دي.

۱۴۴۷/۷/۱۳هـ ق