د ځوانانو د سوداګرۍ د استعدادونو او مهارتونو د ودې له مرکزونو څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۱:۱۸
..

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست او اکټید دفتر په همغږۍ د میمنې ښار ، اندخوی، دولت‌اباد، شیرین‌تګاب، المار، قیصار او ګرزیوان ولسوالیو د ځوانانو د سوداګرۍ د استعدادونو او مهارتونو د ودې له مرکزونو څخه ۱۳۲۱ تنه ځوانان فارغ شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې مسوولینو ګډونوالو ته ‌د ښه راغلاست ترڅنګ د ځوانانو د سوداګرۍ د استعدادونو او مهارتونو د ودې مرکزونو د موخو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ځوانانو یې وغوښتل چې د فردي او ټولنیز پرمختګ په موخه له شته فرصتونو څخه ګټوره استفاده وکړي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ اسلامي امارت د اسلامي، ملي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ پر ځوان نسل ځانګړی تمرکز لري، ځکه د هېواد راتلونکی د دوی له هڅو سره تړلی دی او د ملت روڼ سباوون د ځوانانو د هڅو او انګېزو پایله ده.
د یادونې وړ ده، چې په یادو مرکزونو کې ۱۳۲۱ تنو ځوانانو په فريلانسینګ، امازون، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ګرافیک ډیزاین او وېب‌سايټ ډیزاین برخو کې زده کړې ترسره کړي دي.

۱۴۴۷/۷/۱۳هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې پکې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱۷
Background image

جلریز کې ١٣ مه ګڼه فرمان تشریح شو

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري ګڼ شمېر ولسي وګړو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌ الله)  ۱۳مه ګڼه (د انساني قاچاق مخنیوی) فرمان تشریح. . .

BACK TO NEWS