نږدې ۲۰۰ تنو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د وړيا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
Tue, Jan 20 2026 9:43 AM
..

د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست کې لسګونه تنو ځوانانو ته د کمپیوټر، انټرنيټ او انلاین کاروبار د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي؛ دغه اقدام يې د ځوانانو چارو معینیت په هدایت کړی دی، چې په لړ کې به یې ځوانان وکولای شي، د کمپيوټر او انټرنيټ سره لا ډېره بلدتيا پيدا او په مرسته یې انلاين کاروبار زده او پيل کړي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ په دغو ټولګیو کې به ۱۸۰ تنه ځوانان د کمپيوټر، انټرنيټ، ګرافيک ډيزاين، ويب او انلاين کاروبار په برخو کې زده کړې ترلاسه کړي.
ورته مهال ځوانانو خوښ دي، چې په یادو برخو کې د زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده او زیاتوي چې په دغو برخو کې د زده کړو ترلاسه کولو په پایله کې به ځوانان وکولای شي، چې ښه عاید ترلاسه او د بې کارۍ کچه راټيټه شي او ځوانان د دې ډول پروګرامونو د پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق