د هلمند عامه کتابتون ته شاوخوا ۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول

wasim_admin
Tue, Jan 20 2026 9:46 AM
..

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي؛ د هلمند عامه کتابتون ته د لښکرګاه لومړۍ امنيتي حوزې مسؤلینو له لوري ۱۹۰ ټوکه بېلابېل کتابونه ډالۍ شول.
د عامه کتابتون مسؤل مدیر له دې اقدام څخه مننه وکړه او له هلمند میشتو ولسونو څخه یې وغوښتل چې د عامه کتابتون د لا بډایه کیدو په موخه د کتابونو مرسته وکړي، ترڅو ځوانان ورڅخه د خپل ظرفیت لوړولو په برخو کې ګټه واخلي.

۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق