ننګرهار کې د دوربابا زیارت او د یو شمېر لرغونو څمڅمو دقیق کوردینات ثبت شول
د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست مسؤلین وایي: د دې ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د تاریخي او لرغونو آبداتو د ثبت لړۍ روانه ده، چې په لړ کې یې د دوربابا تاریخي زیارت دقیق کوردینات ثبت شول، چې کوردینات، د ارزونې راپور او کروکي به یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو سره شریک شي.
د مسؤلینو په وینا؛ د دې زیارت ترڅنګ دوربابا ولسوالۍ ته نږدې د ځینو لرغونو څمڅو کوردینات هم ثبت شول.
د یادونې وړ ده، چې دوربابا زیارت سلګونه کاله تاریخي مخینه لري او د جوړښت سبک یې د بحراباد د فیلخانو د سبک په شان دی.
۱۴۴۷/۸/۷ هـ ق