تخار کې د مقدسو کاغذونو راټولو په موخه غونډه وشوه

wasim_admin
Sun, Apr 12 2026 2:28 PM
..

د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د سپېڅلو کاغذونو چې د قرآن کریم آیتونه او د حضرت محمدﷺ مبارک نوم پرې لیکل شوي دي، د راټولولو او ساتنې په موخه غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو وویل: هغه سپېڅلي کاغذونه  چې د قرآن کریم آیتونه او د حضرت محمد ﷺ مبارک نوم پرې لیکل شوي دي، له دولتي ادارو او چاپخانو څخه راټولېږي او د حج او اوقافو ریاست کې ساتل کېږي.
د مسؤلینو په وینا، دا بهیر د اسلامي شعایرو د درناوي او د سپېڅلو متونونو د بې‌ حرمتي د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.
همدارنګه، دغه کمېټه کې د درېیو (حج او اوقافو، امر بالمعروف او نهی عن المنکر او اطلاعاتو او کلتور) ریاستونو څخه استازې ګډون لري، چې په منظم ډول هره اوونۍ د همغږۍ غونډې کوي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق