د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتابپلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون، د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د کتابپلورونکو لپاره د معیاري چاپېریال د برابرېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او خپرندویانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا کتاب پلورونکو او خپرندویانو ته د جوازونو ورکول غوره اقدام ؤباله او دا یې د کاپي رایت (لیکوالانو حقونو ساتنې) او کتابونو د کاپي کولو د مخنیوي په برخه کې مهم اقدام یاد کړ.
دغه راز کتاب پلورونکو او خپرندویانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسئولینو څخه غوښتنه وکړه، چې د کتابونو د نندارتون لپاره یو مناسب او دایمي ځای مشخص او د کتاب پلورنکو او خپرندویانو په اختیار کې د ورکړل شي تر څو د کتابونو او مطالعې عامولو لپاره دوامداره او اغیزمن پروګرامونه جوړ شي.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو ډاډ څرګند کړ، چې موږ هڅه کوو، د کتابپلورونکو صنف لپاره یو منظم او مناسب ځای برابر کړو، ترڅو فرهنګي پروګرامونه په ښه توګه تنظیم او کتابونو ته د خلکو لاسرسی اسانه شي.
۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق