په شاهجوی ولسوالۍ کې د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې
د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د شاهجوی ولسوالۍ د شوبار سیمې اوسېدونکو او فرهنګپالو ځوانانو په ګډو همکاریو د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په وینا له یاد کتابتون جوړولو څخه موخه په شاه جوی ولسوالۍ کې د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او ځوانانو ته د مطالعې مناسب چاپېریال برابرول دي.
د مسؤلینو زیاته کړه، چې د ودانۍ د جوړیدو د چارو تر بشپړېدو وروسته به کتابتون په رسمي ډول پرانیستل شي او د ځوانانو د مطالعې لپاره به د دیني او عصري علومو زرګونه ټوکه د بېلابېلو برخو کتابونه ورته انتقال شي، ترڅو د یادې سیمې ځوانان یې د خپلو علمي ظرفیتونو لوړولو په موخه ترې استفاده وکړي.
دغه راز د سیمې اوسېدونکي د دې فرهنګي مرکز جوړېدل یو مهم ګام وبلل او ویې ویل: دغه کتابتون به د مطالعې فرهنګ، د ځوانانو فکري وده او د علم ظرفیت پیاوړی کړي او په ټولنه کې به مثبت بدلون رامنځته کړي.
۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق