کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د زده کوونکو د ستایلو ترڅنګ وویل: اسلامي امارت د خلاقو او نوښتګرو شخصیتونو ملاتړ ته ژمن دی، نوموړي د هرې ټولنې پرمختګ د ځوان نسل په نوښتونو پورې تړلي وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان ځوانان په بېلابېلو برخو کې د ارزښتمنو وړتیاوو درلودونکي دي او کولای شي، چې د هېواد روښانه راتلونکی جوړ کړي.
دغه راز د خصوصي ښوونځیو مسؤلینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ځوانانو ملاتړ څخه مننه وکړه او د تدریس په برخو کې یې د لا ډېرو هڅو ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري بېلابېلو برخو کې نوښتګر ځوانان ستایل شوي دي.
۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق