د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا ملي کتابتون له مسؤلینو سره ولیدل

wasim_admin
Thu, Jul 23 2026 11:04 AM
..

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د دغه هېواد د ملي کتابتون له مسؤلینو سره ولیدل.
په دغې ناسته کې دواړو لورو د عامه کتابتونونو په برخه کې د لاسته راوړنو، د فرهنګي او علمي همکاریو پراخولو، د کتابتوني خدمات په موخه د دواړو هېوادونو د دوامداره اړیکو او د تجربو د انتقال په اړه خبره وکړې.
د مالیزیا هېواد د ملي کتابتون رئیس، د افغانستان د عامه کتابتونونو رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په مالیزیا کې د کتابتونونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: مالیزیا هېواد به د افغانستان عامه کتابتونونو د پیاوړتیا او د تجربو انتقال په برخه کې پوره همکارۍ وکړي.
ورته مهال ښاغلي صمیم د دې ناستې د جوړولو په موخه د مالیزیا هېواد ملي کتابتون له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د کتابتونونو په برخه کې د دواړو هېوادونو د تجربو تبادله او همکارۍ پراخول به د عامه کتابتونونو په برخه کې د مثبت بدلونونو لامل شي.
ښاغلي صمیم د افغانستان او مالیزیا هېوادونو ترمنځ د کتابتونونو او فرهنګي همکاریو پراخولو، د افغانستان د عامه کتابتونونو د تجهیز کولو او د کتابونو ډیجیټل کولو په برخه کې د مالیزیا هېواد د تجربو څخه د استفادې غوښتونکی شو، چې د مالیزیا هېواد د ملي کتابتون مسؤلینو له لوري د پوره همکاریو ترسره کولو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۲/۸ هـ ق