د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا ملي کتابتون له مسؤلینو سره ولیدل

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴
..

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د دغه هېواد د ملي کتابتون له مسؤلینو سره ولیدل.
په دغې ناسته کې دواړو لورو د عامه کتابتونونو په برخه کې د لاسته راوړنو، د فرهنګي او علمي همکاریو پراخولو، د کتابتوني خدمات په موخه د دواړو هېوادونو د دوامداره اړیکو او د تجربو د انتقال په اړه خبره وکړې.
د مالیزیا هېواد د ملي کتابتون رئیس، د افغانستان د عامه کتابتونونو رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په مالیزیا کې د کتابتونونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: مالیزیا هېواد به د افغانستان عامه کتابتونونو د پیاوړتیا او د تجربو انتقال په برخه کې پوره همکارۍ وکړي.
ورته مهال ښاغلي صمیم د دې ناستې د جوړولو په موخه د مالیزیا هېواد ملي کتابتون له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د کتابتونونو په برخه کې د دواړو هېوادونو د تجربو تبادله او همکارۍ پراخول به د عامه کتابتونونو په برخه کې د مثبت بدلونونو لامل شي.
ښاغلي صمیم د افغانستان او مالیزیا هېوادونو ترمنځ د کتابتونونو او فرهنګي همکاریو پراخولو، د افغانستان د عامه کتابتونونو د تجهیز کولو او د کتابونو ډیجیټل کولو په برخه کې د مالیزیا هېواد د تجربو څخه د استفادې غوښتونکی شو، چې د مالیزیا هېواد د ملي کتابتون مسؤلینو له لوري د پوره همکاریو ترسره کولو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۲/۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴
Background image

د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا ملي کتابتون له مسؤلینو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د دغه هېواد د ملي کتابتون له مسؤلینو سره ولیدل.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۲۵
Background image

د ځوانانو د سوداګریزو وړتیاوو د پراختیا مرکز کې بله روزنیزه دوره پیل شو

د جوزجان ولایت د ځوانانو د سوداګریزو وړتیاوو د پراختیا مرکز کې نوې روزنیز دوره د سیمه‌ییزو مسوولینو، ځوانانو او د اکټېډ مؤسسې د مسوولینو په حضور کې په رسمي ډول پیل شو.
د جوزجان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۲:۵۴
Background image

پروان کې لسګونه ځوانان د لومړنیو روغتیايي مرستو له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لومړنیو روغتیایي مرستو یو میاشتنی روزنیز پروګرام له څلورمې دورې څخه ۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الحق. . .

BACK TO NEWS